څراغ تلوېزیون ته باوري سرچينو خبر ورکړی چي په افغانستان کي به د وروستیو بريدونو او کړکيچ له امله ډير ژر انټرنټ بند سي.
د سرچيني په خبره چي انټرنټ به په نژدې راتلونکي کي بند سي ،او تر نامعلوم وخت پوري به همداسي بند وي.
د یادوني وړ ده چي ملګرو ملتونو هم په افغانستان کي خپلو استازو ته د انټرنټ د بندېدو خبر ورکړی،او ویلي دي چي د انټرنټ د بندېدلو له پاره لازم تدابير ونیسي.