څراغ تلوېزیون ته د لسګونو ولایتونو څخه خلګو خبر ورکړی چي د ژمي په رارسېدو سره د لوږي د جدي ګواښ سره مخ دي.
د خلګو په خبره چي که بېړنۍ مرستي ورسره ونسي په روان ژمي کي به ستر انساني بحران رامنځ ته سي.
په ورته وخت کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم د روان کال د اکتوبر میاشتي پوري په ترتیب سوي راپور کي ویلي چي په افغانستان کي ۱۶ میلیونه خلګ د لوږي له ګواښ سره مخ دي ،او په ۲۰۲۷ کال کي به دا ګراف نور هم لوړ سي.