څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصيح الدين فطرت په بدخشان کي د بغاوت په تور بې ګناه

څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصيح الدين فطرت په بدخشان کي د بغاوت په تور بې ګناه ځوانان نيولي او وهلي دي.
د طا.لبانو لوی درستيز بدخشان ته هغه وخت سفر وکړ چي نن جمعه د طالبانو د مخالفو ځواکونو لخوا د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ سقوط سوه.
د محلي سرچينو په خبره چي یاده ولسوالۍ اوس هم سقوط ده، او طالبان یې په بيرته تر لاسه کولو کي پاتي راغلي دي،نو ځکه طا.لباتو د نورو سیمو د ځایي اوسېدونکو او بې ګناه ځوانانو نيولو او شکنجه کولو ته مخه کړې او د هغوی معلومات او عکسونه یې رسنيز کړي دي.

د يادوني وړ ده چي د بدخشان ولایت د مختلفو ولسواليو څخه د طالب ضد وسله ییزو تحرکاتو خبرونه ورکول سوي،خو لا یې په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره سوي.