د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري ویلي چي اسلام اباد تمه لري، چي ط..البان به په جدي توګه د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندي اقدام وکړي، چي د پاکستان امنیت تهدیدوي.چودري په اسلام اباد کي یوې غونډي ته ویلي، چي د پاکستان خلګو د افغانستان له پاره خورا زياتي قربانۍ ورکړي دي هغه ويلي: «موږ د افغانستان له پاره خپل ژوند او شتمني قربان کړې او اوس تمه لرو چي مناسب ځواب ترلاسه کړو.»
بايد وويل سي، چي پاکستاني چارواکو څو ځله د وسله والو ډلو، په ځانګړې توګه د تحریک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیتونو په اړه خپلي اندېښني څرګندي کړي او له ط..البانو ئې غوښتي چي د دغو ډلو پر وړاندي اقدام وکړي او ملاتړ دې نه کوي.