د پاکستان ډان ورځپاڼي د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې مقاله کي ويلي دي، چي د پاکستان پوځ اته تنه د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) غړي وژلي، چي دافغانستان څخه پاکستان ته اوښتي وو.
ډان ورځپاڼه ليکي، چي دغه وسلوال د افغانستان د کنړ ولایت څخه د پاکستان باجوړ سیمي ته اوښتي وو، چي د پاکستان پوځ په نښه کړي او وژلي دي.
تحریک ط..البان پاکستان( ټي ټي پي) تر اوسه د يادي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسي حال کي ده چي پاکستاني چارواکو يوه ورځ وړاندي د افغانستان د ط..البانو د مشرانو سره په خبرو کي له دې ډلي غوښتي چي د افغانستان له خاوري څخه دي د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي له پاره عملي ګامونه واخلي.