ډيلي ميل: د بريتانياوي پوځيانو په پخوانۍ اډه کښي ط..البان اوس بې پيلوټه الوتکي جوړوي

د بریتانیا ورځپاڼې ډیلي میل په خپل تازه راپور کښي ويلي دي، چي ط..البان مر کز کابل ته نږدې د لوګر ولایت په یوه پخواني بریتانوي پوځي اډه کښي، چي د اېس اې اېس‌ په نوم یادیږي، د پرمختللو انتحاري ډرونونو د جوړولو او ازمایښت له پاره کار کوي.
دا اډه، چي د تېرو دوو لسیزو راهیسي د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو لخوا کارول کېده، اوس د ط..البانو لخوا د بې پیلوټه الوتکو د تولید مرکز ګرځېدلی دئ.
په راپور کښي ويل سوي، چي دا ډرونونه داسي جوړ سوي، چي د افغانستان له پولو هاخوا اهداف په نښه کړي. ډیلي میل زیاته کړې، چي ط..البانو د سلګونو بې پیلوټه الوتکو د جوړولو له‌پاره نړۍوال کارپوهان ګمارلي دي. د‌ ط..البانو دغه کړني په سيمه کښي د امنیت په اړه اندېښني راپورته کړي، ځکه چي دغه ډرونونه کولای سي، چي د پوځي او ملکي اهدافو له پاره جدي ګواښ رامنځ ته کړي.
دا په داسي حال کښي ده، چي ط..البانو تر اوسه په رسمي توګه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.