ډيورنډ ناسور، ۱۳۲ کلن سو.

رضا مومند

د ډیورند خط چي ۱۳۲ کاله پخوا په همدې نومبر میاشت کي یې تر سره سوی و، تر ننه یوه ګرمه او شخړیزه موضوع پاته ده!
دا موضوع اوس هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلاف او شخړې یو ستر دلیل ګڼل کېږي او د دواړو هېوادونو په اړیکو یې بده اغېزه کړې ده.

دا خط چي د ډیورند په نوم مشهور دئ د افغانستان له کوم حکومت نه د رسمي پولي په توګه منل سوی دی که نه؟
مورټیمر ډیورند څوک و؟ دا کرښه څومره اوږده ده او کوم لوی قوم یې په منځ کي ویشلی دئ؟
د دې ټولو پوښتنو د جواب لپاره دا د فکټ کریسندو راپور ولوله!

تاریخي شالید

د تاریخي اسنادو له مخه ۱۳۲ کاله پخوا د ۱۸۹۳ کال د نومبر په ۱۲مه، هغه تړون چي د ډیورند کرښه یې ټاکله، په اوو لنډو مادو کي ترتیب سو او د افغانستان د هغه وخت د پاچا امیر عبدالرحمن خان او د برتانوي هند د لوړپوړي استازي مورټیمر ډیورند ترمنځ امضا سو.
په دې تړون کي د پښتنو په سیمه کي یو خط د «ډیورند کرښي» په نوم د بېلتون کرښه اعلان سوه.

دا کرښه چي ۲۶۴۰ کیلومتره اوږده ده، د افغانستان هېڅ حکومت د رسمي پولي په توګه نه ده منلې.
امیر عبدالرحمن خان له انګرېزانو سره دا منلې وه چي تر هغې چي بریتانیا په هند کي موجوده وي، دا سیمه به د دوی په لاس کي وي؛ خو چي استعمار ختم سي، نو بیا باید دا سیمه بېرته افغانستان ته راواوړي.
یاده دي وي چي د دې تړون د لاسلیک پر وخت پاکستان هېڅ وجود نه درلود.

مورټیمر ډیورند څوک و؟

د مورټیمر بشپړ نوم هنري مورټیمر ډیورند و. هغه یو برتانوي دیپلومات او د برتانوي هند یو لوړپوړی مامور و.
هغه د ۱۸۵۰ کال د فبرورۍ په ۱۴مه په بهوپال کي زېږېدلی و او د ۱۹۲۴ کال د جون په ۸مه د ۷۴ کلونو په عمر وفات سو.

د ده د پلار نوم هنري ماریون ډیورند و، چي اصل یې د بارودا و. مورټیمر خپله زده کړه په بلک هېت پروپریټي او تونبریج کي کړې وه.

د ډیورند کرښې په اړه د تاریخپوهانو خبري بېلابيلي دي:

د تاریخي څېړنو له مخه هغه تړون چي د امیر عبدالرحمن خان او د برتانوي هند د بهرنیو چارو وزیر، هنري مورټیمر ډیورند، ترمنځ لاسلیک سوی، یوازي اووه مادې لري، او په هېڅ ځای کي نه دي ویلي چي دا کرښه د دایمي او رسمي پولي حیثیت لري.
ټول مواد د هغه وخت د انګرېزانو او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ د سیمو د تنظیم او ویش په اړه دي.

په دې تړون کي دا ډول کلمې راغلي دي:
«فرنټیر لاین»، «باونډري»، «فرنټیر»، «باونډري لاین»، «بارډر»
چي دا ټول د دې تړون موقتي حالت او ابهام ښيي.

د هند یو مشهور لیکوال راجیو دوګرا د ډیورند کرښې په اړه یو کتاب لیکلی چي نوم یې دی:
«هغه کرښه چي د پښتنو په زړه کي کښل سوې ده».
افغان ویاندویان او خبریالان یې «فرضي کرښه» بولي، یعني یوه نه منل شوې او غیررسمي کرښه.
خو پاکستاني لوری یې سرحد بولي.

ځیني څېړني دا هم وایي چي انګرېزانو خپله هم د پاکستان له جوړېدو مخکي او حتا تر هغې لږ وروسته پوري، دا کرښه د نړیوال سرحد په توګه نه منله.
په لندن کي د هندي استعماري اسنادو له مخه برتانوي چارواکو لیکلي:
«The Durand Line is a frontier of influence, not an international boundary.»

یعنې:
د نفوذ کرښه ده، نه نړیواله پوله.

ډیورند تړون په اصل کي د نفوذ د سیمو د تفکیک هوکړه وه، نه دایمي سرحد.
په هغه وخت کي د سرحد مفهوم د نن په شان نه و. نړیوالو سرحدونو دایمي تعریفونه وروسته راپیدا سوي.
۲. امیر عبدالرحمن خان پخپله لیکلې چې دا کرښه موقتي ده

امیر عبدالرحمن په خپل لیکلي سوانح (تاج التواریخ) کي واضح لیکي:

«ما له انګرېز سره داسي موافقه وکړه چي دا پولي به یوازي د هغوی د موجودیت تر وخته وي.»

امیر دا خط د ځان لپاره د “مؤقت د درد دوا” باله، نه دایمي حل. هغه انګرېزان د افغان-هند پولې ته نږدې نه غوښتل، ځکه یې دا خط قبول کړ چي لږ فشار کم کړي.

د پاکستان دریځ ولي دومره سخت دی؟

پاکستان درې مهم دلیلونه لري:

دلیل ۱: ستراتیژیک امنیت

که کرښه تر پوښتني لاندي راسي، نو قبایلي سیمي، وزیرستان، مهمند، خیبر او نور ستراتیژیک ځایونه به له خطر سره مخ سي.

دلیل ۲: اوبه او سرچینې

د کرښې دواړو خواوو کي لوی دریابونه، منابع او کانونه دي چي پاکستان یې پرېښودل نه غواړي.

دلیل ۳: د پښتون قوم بیره

که کرښه یوازي “کرښه” پاته سي، د پاکستان لپاره د پښتنو د لوی قومي راپاڅون اندېښنه سته.
پاکستاني پوځ دې ته د “Pashtun irredentism” نوم ورکوي.