کابل ؛سرچینې وايي چي په کابل کي د نږدې زرو تنو ديني علماوو ستره غونډه جوړېږي، د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو څراغ ټلویزیون ته ویلي چي د امنیتي ځواکونو د پراخو تدابیرو له امله د کابل پوهنتون ساحه تر سخت امنیتي پوښښ لاندي راوستل سوې ده او له ماښامه وروسته د تګ راتګ پر محدودولو هم خبري کېږي.
ځیني سرچینې وايي چي دغه ناسته یوازي د دیني مباحثو اړوند نه ده، بلکي امکان سته چي د سیمي په روانو اړیکو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه ځانګړی دریځ پکښي مطرح سي. ویل کېږي چي ط..البان غواړي د علماوو فتوايي ملاتړ تر لاسه کړي، څو له هغه څخه د رسمي دریځ د بنسټ په توګه استفاده وکړي. د سرچینو په باور، که دغه غونډه د فتوا په کچه پرېکړي وکړي، اوسني واکمنان به یې د سیاسي او تبلیغاتي ملاتړ وسیله وګرځوي.
همدارنګه ځیني کسان دا ادعا هم کوي چي ممکن د پاکستان د وروستیو سیاستونو او سرحدي جنجالونو په اړه بېلابېل نظرونه واورېدل سي.