کابل کي نامعلومه کسانو د يوه ډاکټر څلور کلنه لور زندۍ کړې او وژلې ده

د کابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په قلعه فتح الله سيمه کي د يوه ډاکټر څلور کلنه لور د سې شنبې په ماښام د همدې ډاکټر د خصوصي روغتون څخه تښتول سوې او وروسته ئې جسد په داسي حال کي د همدې روغتون سره پيدا سوی، چي زندۍ سوې او وژل سوې وه.
د دغي وژل سوي کوچني نجلۍ خپلوانو دغه پېښه تائید کړې ده او ويلي ئې دي، چي د څه مودي راهيسي نامعلومو کسانو د دغه کوچنۍ نجلۍ د پلار څخه د پېسو غوښتنه کړې او هغه د پيسو د ورکول څخه انکار کړی وو، چي له امله ئې د هغه کوچنۍ لور وژلې ده.
دغه ډاکټر چي اصلي د کنړ ولايت اوسېدونکی دئ اوس مهال په کابل ښار کي د يوه خصوصي روغتون څښتن دئ.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي په دا وروستيو کي د وسلوالو غلاوو، تښتونو او وژني پېښي تر بل هر وخت زياتي سوي دي.