د هب.ت الله راپور ورکونکو د جمهوريت د پخواني رئیس جمهور،حامد کرزي څخه داسي خبري ثبت کړي دي،چي په هغه خبرو کي کرزی یو میلمه ته وایي؛چي ملا هب.ت الله د هیڅ سیاسي څهرې څخه دومره نه بېرېږي او نه دومره خار خوري لکه زما څخه چي بېرېږي.
په یادو خبرو کي کرزي دا هم ويلي دي چي د هب.ت الله له پاره یوازينی خطر زه یم، ځکه په افغانستان کي زما حضور کولای سي،دهغه سیاسي عمر ته د پای ټکی کښېږدي.
هب.ت الله د یادو ثبت سوو خبرو تر اورېدو وروسته کرزي ته ويلي چي نور یې باید په ميلمستیاوو او ناستو کي د هب.ت الله رسمي نماینده حضور ولري، او هم به په سياسي مسائلو کي نظر نه وړاندي کوي.
د کرزي ددغه ثبت سوو خبرو معلومات د امرالله صالح د سیاسي جریان رسا (روند سبز افغانستان) پر ایکس پاڼه نشر سوي،په یاده ايکس پاڼه کي دا هم ویل سوي چي دغه معلومات د څو موثقو سرچینو له خوا تایید سوي دي.