د کرېکټ نړۍوالي شورا تازه اعلان کړی، چي دا لوبه به له ډېرې اوږدې مودې وروسته بیا د المپیک سیالیو برخه سي. ټاکل سوې د،ه چي په ۲۰۲۸ ميلادي کال کي، چي د المپیک نړۍوالي لوبي چي د امریکا په لاسانجلس ښار کي ترسره کېږي، کرېکټ به (T20)په فارمټ کښي ور په کښي شامل سي.
د نړۍوال المپیک کمېټې د معلوماتو له مخي، په دغو سیالیو کي به شپږ ټیمونه ګډون ولري چي ښځي او نارینه دواړه به په کښي برخه اخلي. د يادي کمېټې د معلوماتو په اساس په دغو سياليو کي به ټولټال ۹۰ د کرېکټ لوبغاړي به په کښي برخه واخلي.
بايد وويل سي، چي کرېکټ تر دې وړاندي یوازي یو ځل، په ۱۹۰۰ میلادي کال کي د پاریس د المپیک لوبو برخه وه، چي هغه مهال د بریتانیا او فرانسې ترمنځ سیالۍ سوې وې