کندهار ښاريان وايي په کندهار ښار کي د ترافیکي اصولو نه څارنه او د موټرچلوونکو د جوازونو نه کنټرول د خلګو ژوند له خطر سره مخ کړی دئ.
د عیني شاهدانو په وینا، تېره شپه د کندهار ښار په شهیدانو چوک کي یوه موټر یو ولسي وګړی وهلی او ټپي کړی ئې دئ. عيني شاهدان وايي، موټرچلوونکی کمعمره هلک و.
هغوی وايي د ط..البانو د ترافیکو مدیریت د موټرچلوونکو د عمر او جوازونو د کنټرول مسئولیت لري، خو په ښار کي د ترافیکي اصولو د نه مراعتولو په اړه شکایتونه د دې ادارې د څارني څرنګوالی تر پوښتني لاندي راولي.