کندهار کي يوې مېرمني ځان وژنه کړې

د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د شنبې په ورځ يوې ۲۹ کلني ښځي د دغه ولايت په دريمه ناحيه کي ځان وژنه کړې.
د سرچينې په حواله چي دغي مېرمني ځان زندۍ کړی او وژل سوې ده.
د معلوماتو له مخي چي دغه مېرمن د خپل خاوند دوهمه ښځه وه، چي د شنبې په ورځ ئې په خپل کور کي ځان وژنه کړې.
د دغي مېرمني د ځان وژني اصلي لامل تر اوسه پوري څرګند نه دئ.
هېره دي نه وي، چي په کندهار ط..الب چارواکو تر اوسه د يادي پېښي اړوند څه نه دي ويلي.