کندهار کې نامتو شاعر او لیکوال سید حبیب الله روحاني وفات سو

د کندهار د پښتو ادب یو تکړه شاعر او لیکوال سید حبیب الله روحاني له اوږدې ناروغۍ وروسته په کندهار کي وفات سو. نوموړي د پښتو ژبي او ادب په خدمت کي ګڼ شمېر چاپ او ناچاپ اثار پرېښودل، چي د هغه ادبي خدمات به تل د پښتو ادب مینه والو په زړونو کې ژوندي پاته وي.
مرحوم روحاني د خپل ژوند پر مهال پښتو شاعرۍ او ادب ته خورا ډېر کار وکړ، هغه خپل راتلونکو لارويانو ته د پښتو ادب او شاعرۍ په برخه کي خپل يو شمېر لیکل سوي اثار په مېراث پريښودل.