د کندهار څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د چهار شنبې د سهار د پيل څخه د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته سلګونه کندهاري ځوانان راغلي او د سپين بولدک په جګړه کي ټپي سوي ملکي کسانو ته وينه ورکوي.
بايد وويل سي، چي په سپين بولدک ولسوالۍ کي د ط..البانو او پاکستاني ځواکونو په جګړه کي ۱۲ ملکي کسان وژل سوي او شاوخوا سل تنه نور ټپيان سوي دي.