کیم جونګ‌اون: د ایران جنګ ثابته کړه چي شمالي کوریا پر حق ده

کیم جونګ‌اون: د ایران جنګ ثابته کړه چي شمالي کوریا پر حق ده.
د کوریا شمالي مشر کیم جونګ‌اون په تازه څرګندونو کي ویلي چي د امریکا او ایران ترمنځ جګړه دا ثابته کړې ده چي د هغه هېواد پرېکړه د اټومي وسلو ساتل سمه وه.
هغه د خپل هېواد د عالي شورا په غونډه کي امریکا د «دولتي ترورېزم او تېري» په تور تورنه کړه او ویې ویل چي اوسنی وضعیت ښکاره کوي چي د واشنګټن پر فشارونو او ژمنو باور نه کول پر ځای پرېکړه وه. د ده په وینا، د کوریا شمالي اټومي دریځ اوس «نه بدلېدونکی» دی.

دا څرګندونې په داسې حال کي کېږي چي ټرمپ مخکي ایران یو «فوري ګواښ» بللی و، خو تر هغه وړاندي یې بیا ادعا کړې وه چي د ایران اټومي وړتیاوي یې له منځه وړي دي. دغه تضادونه د پیونګ‌یانګ لپاره د دې باور پیاوړتیا ګڼل کېږي چي بې‌اټومي هېوادونه د امریکا د پوځي فشار پر وړاندي کمزوري وي، خو اټومي وسلې د مقابلې رول لوبوي.
د شنونکو په اند، د ایران جګړه د کوریا شمالي هغه پخوانی دریځ نور هم قوي کوي چي اټومي وسلې د بقا تضمین ګڼي. له همدې امله، که څه هم د واشنګټن له لوري د خبرو د بیا پیل اشاره سوې، خو ښکاري چي راتلونکې خبري به له پخوانیو ناستو سره توپیر ولري.
کیم دا هم ویلي چي له امریکا سره تعامل ته چمتو دی، خو په دې شرط چي واشنګټن کوریا شمالي د یوه اټومي ځواک په توګه ومني او خپله «دښمنه پالیسي» پای ته ورسوي.

په همدې ترڅ کي، کوریا شمالي په وروستیو ورځو کي یو شمېر پوځي ازموینې هم ترسره کړي دي، چي پکي د کروز توغندیو توغول او هغه راکټونه شامل دي چي د دولتي رسنیو په وینا د اټومي سرګلولې د لېږد وړتیا لري.
په ټوله کي، دا وضعیت ښيي چي د ایران جګړه یوازي د منځني ختیځ موضوع نه ده، بلکي د نړیوالو اټومي معادلو پر راتلونکي هم ژور اغېز لري.