د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار ویلي چي زه د خپل هیواد څخه بهر ته د سفر کولو نیت نلرم او نه هم د کوم هیواد غونډي ته دعوت سوی یم.
ګلبدین دا خبري د افغانستان اینترنیشنل هغه ادعاوو ته په اشاره کړي دي چي افغان سیاسیون به په پاکستان کي د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان اړوند غونډه کوي ، هغه ويلي دي : له رسنیو غوښتنه کوم چي له درواغو لاس واخلي خصوصاً هغه درواغ چي بدګماني جوړوي ، زه په هیڅ غونډه کي شرکت نکوم او د افغانستان اینترنیشنل راپور په دې اړه هیڅ حقیقت نلري.
د یادوني وړ ده چي ځینو افغان سیاسیونو تایید کړې ده چي پاکستان کي به د افغانستان اړوند د پاکستاني چارواکو سره ګډه غونډه ولري.