یدیعوت آحارونوت ورځپاڼي د سېشنبې په ورځ، د وري په ۴مه راپور ورکړی، چي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په پټه توګه د امریکا استازي سټیو ویتکاف ته خبر ورکړی، چي د ایران مشر مجتبی خامنهاي له خبرو اترو سره موافقه کړې ده.
د دغي ورځپاڼي د باخبره سرچینو په وینا، مجتبی خامنهاي له امریکا سره د خبرو او یوې هوکړي ته د رسېدو له پاره چمتوالی ښودلی.
سرچینو زیاته کړې، چي د ایران مشر د جګړې د ژر پای ته رسېدو سره، د ایران د شرطونو پر بنسټ، موافقه کړې ده.
دغه راز د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ۴۸ ساعته مهلت ورکړ څو د هرمز تنګه بېرته پرانیزي، پرون ئې په ناڅاپي ډول اعلان وکړ، چي د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو هر ډول پوځي برید به د ۵ ورځو له پاره وځنډوي.
بايد وويل سي، چي د امريکا سره د مزاکراتو راپورونه مخکي ايراني چارواکو رد کړي وو.