یو شمېر افغان کډوال د ایران په پلازمېنه تهران کي د تنباکو د کډوالو په کمپ کي له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي.
هغوی وايي هغه کسان چي افغانستان ته د ايستلو له پاره دغه کمپ ته راوستل سوي دي، په دغه ځای کي له لومړنیو اسانتیاوو پرته ساتل کېږي.
د هغوی په وينا کډوال په دايخ موسم کي پر ځمکه بېديږي، چي د بېلابېلو ناروغيو د خطر سره مخ دي.
کډوال وايي، له یوې خوا د ایستلو له ګواښ سره مخ دي او له بلې خوا په دغه کمپ کي له سختو شرایطو سره ژوند تېروي.
هغوی نيوکه کوي، چي په تهران کي د ط..البانو سفارت هم د دوی ستونزو ته رسېده ګي نه کوي؛ ځکه دوی په سختو شرايطو کي ساتل کېږي.