یو شمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی چي د شمالي کوریا مشر کيم جونګ اون دوه تنه اسرائیلیان د اسرائيلو د استخباراتي ادارې

یو شمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی چي د شمالي کوریا مشر کيم جونګ اون دوه تنه اسرائیلیان د اسرائيلو د استخباراتي ادارې موساد سره د شمالي کوریا د مهمو معلوماتو د شريکولو په تور اعدام کړي دي.
د نړۍوالو رسنيو په حواله چي یاد دوه تنه اسرائیليان د یو څه مودې څخه په شمالي کوریا کي اوسېدل چي وروسته د جاسوسۍ په تور نيول سوي او اعدام سوي دي.
د یادوني وړ ده چي تر اوسه د یادو کسانو نومونه او نور معلومات د رسنيو سره نه دي شریک سوي او اسرائیلي چارواکو یې هم په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.