یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، ایران هڅه کول، چي حماس د غزې د سولي د پلاوي له لوري د بېوسلې کېدو وړاندیز ونه مني، خو په دې هڅه کي بریالی نه سو.
د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخي، یاد چارواکي ویلي چي تهران نور د حماس د پخوا په څېر د ملاتړ توان نه لري او د حماس مشران دې پایلي ته رسېدلي، چي د خپلي ډلي او د غزې د خلګو په ګټه پرېکړه وکړي.
د هغه په وینا، هغو د حماس غړو ته د بخښني وړاندیز، چي خپلي وسلې وسپاري او د ډونالډ ټرمپ له ۲۰ مادهییز پلان سره موافقه وکړي، د دې ډلي د دریځ په بدلېدو کي مهم رول لوبولی دئ.
دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي چي ایران مخکي هڅه کړې وه حماس د دې وړاندیز له منلو راوګرځوي.
تر دې وړاندي اېکسیوس هم راپور ورکړی و، چي د ایران د سپاه پاسدارانو چارواکو د حماس له پلاوي غوښتي وو، چي د سولي د وړاندیز په منلو کي بېړه ونه کړي.