اتريش پر خپل هوايي حريم باندي د امريکا پوځي الوتکو ته اجازه نه ده ورکړې، چي د ایران د جګړې له پاره ورڅخه استفاده وکړي

اتريش پر خپل هوايي حريم باندي د امريکا پوځي الوتکو ته اجازه نه ده ورکړې، چي د ایران د جګړې له پاره ورڅخه استفاده وکړي.
دغه هيواد ياده پرېکړه د خپل اوږدمهاله بې‌طرفه سیاست په چوکاټ کي تر سره کړې ده.
د یورونیوز د راپور له مخي، سوئیس هم مخکي ورته اقدام کړی و او یوازي بې‌طرفو هیوادونو نه، بلکي ځینو د ناټو غړو هیوادونو هم په عملي توګه د امریکا سره د مستقیمي پوځي همکارۍ څخه ډډه کړې ده.

دغه راز هسپانیا هم خپل هوايي حریم او پوځي اډې د جګړې د هر ډول عملیاتو له پاره منع کړي دي.
هسپانوي چارواکو ویلي، چي دا پرېکړه د داخلي عامه نظر، د ملګرو ملتونو د اصولو او د جګړې د زياتوالي د مخنیوي په موخه کړې ده.
په ورته وخت کي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو او اروپايي ټولني د همکارۍ د نه موجوديت له امله پر ناټو نيوکه کړې ده او ناټو ته ئې د کاغذي دېب خطاب کړی.

ټرمپ دغه راز ويلي، چي امريکا د ناټو د غړيتوب څخه د وتلو پر سر غور کوي.