د کویټ د برېښنا او اوبو وزارت د جمعې په ورځ اعلان کړی

د کویټ د برېښنا او اوبو وزارت د جمعې په ورځ اعلان کړی، د دې هیواد د برېښنا او د خوږو اوبو دتصفیه کولو یوه فابریکه د ايران په بريد کي زيانمنه سوې.
د کویټ چارواکو پرته له نورو جزئیاتو ويلي چي دغه برید د يادو تاسیساتو ځینو برخو ته مالي زیانونه هم رسولي دي.
دغه راز د کویټ چارواکو د جمعې په سهار هم د دغه هیواد د تېلو پر تاسیساتو د ايران د بريد خبر ورکړی وو.