د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل وروستي راپور کي په افغانستان کي د ښځو او نجونو د حقوقي او ټولنیز وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د راپور له مخي، د نجونو پر منځنۍ زدهکړو بندیز او د ښځو د کار په برخه کي محدودیتونه نه یوازي د هغوی بنسټیز حقونه اغېزمن کړي، بلکي د خوندیتوب خطرونه ئې هم زیات کړي دي.
یونیسف وایي، دا حالت کولی سي نجوني او ښځي له بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.
په راپور کي ټینګار سوی، چي دغه محدودیتونه د ټولني پر اوږدمهاله ثبات او پرمختګ منفي اغېز لري او د خلګو د مقاومت وړتیا کمزوري کوي.
د یونیسف په وینا، که دا وضعیت دوام ومومي، نو اغېزې به ئې یوازي اوسنی نسل نه، بلکي راتلونکي نسلونه هم احساس کړي.
یاد سازمان همداراز غوښتنه کړې، چي د نجونو زدهکړو ته باید زمینه برابره سي او ښځو ته دي د کار کولو فرصتونه ورکړل سي، ترڅو د ټولني د پرمختګ او ثبات له پاره بنسټیز ګامونه واخیستل سي.