ازبکستاني چارواکو ویلي، د افغانستان له لاري دغه هيواد ته د سلګونو کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ئې نيولې ده

ازبکستاني چارواکو ویلي، د افغانستان له لاري دغه هيواد ته د سلګونو کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ئې نيولې ده.
د راپورونو له مخي، امنیتي ځواکونو د افغانستان او ازبکستان پر ګډه پوله د پلټنو پر مهال یو بار وړونکی موټر درولی او تر تلاښۍ وروسته ئې په کښي ۵۹۳ کیلوګرامه چرس او درې کیلوګرامه تاریاک موندلي دي.
چارواکي وایي، موټر د یوه افغان وګړي و او غوښتل ئې یاد نشه‌يي توکي ازبکستان ته انتقال کړي، خو د ازبکستان د سرحدي ځواکونو له لوري نيول سوی.

تر اوسه د پېښي په تړاو د نیول سوي کس د برخلیک او نورو جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل سوي.