سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط..البانو د دفاع د وزیر م.لا محمد يعقوب په غوښتنه او د رئيس الوزرا ملا حسن اخوند په امر د ځانګړي ځواکونو له پاره ۷ زره افغانۍ امتيازي معاش ورته اضافه سوی دئ.
م.لا يعقوب وايي، چي د ځانګړو ځواکونو کار ډېر دئ؛ خو معاش ئې کم و ځکه ئې دغه امتيازي معاش ورته وضع کړی دئ.
ط..البانو ځانګړو ځواکونو ته دغه معاش پر داسي مهال اضافه کړی، چي د يو شمېر دولتي ادارو مامورين شکايت کوي، چي د تېروو دوو مياشتو څخه ئې معاش نه دئ اخيستی.