اسوشېټيد پريس خبري آژانس راپور ورکړی، چي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان په پېښور ښار کي خپله قونسلګري د تل له پاره تړي.
په راپور کي ويل سوي، چي د امريکا د بهرنيو چارو وزات دغه پرېکړه کانګرس ته استولې ده. راپور ليکي، چي د امريکا دولت به د يادي قونسلګرۍ په تړلو سره ۷.۵ ميليونه ډالره سپما وکړي.
ياد وزات ويلي، چي د يادي قونسلګرۍ په تړلو سره به په پاکستان کي د امريکا ګټو ته هېڅ ډول زيان و نه رسېږي.
بايد وويل سي، چي په پېښور کي د امريکا قونسلګري پر افغانستان د امريکا تر بريد مخکي جوړه سوې وه، چي د جګړې پرمهال د امريکا مهم لوژستيک مرکز بلل کېدی.