نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته ویلي

نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته ویلي، چي د ایران سره د جګړې په لومړیو شپږو ورځو کي د امریکا لګښت د ۱۱.۳ میلیارده ډالرو څخه اوښتی دئ.
چارواکو زیاته کړې، چي دا شمېر یوازي لومړنی اټکل دئ او ښايي د نورو پوځي عملیاتو د لګښتونو له حسابېدو سره نور هم لوړ سي.
د معلوماتو له مخي دغه ارزونه د کانګرس غړو ته په یوې معلوماتي غونډه کي وړاندي سوې ده.

همداراز ویل سوي چي د جګړې نور لګښتونه لا هم تر ارزوني لاندي دي.