افغان ځوان اسراراحمد ارغندیوال د ځوانانو د پیاوړتیا او ټولنیز بدلون په برخه کي د خپلو هڅو له امله د ۲۰۲۶ کال د ډایانا

افغان ځوان اسراراحمد ارغندیوال د ځوانانو د پیاوړتیا او ټولنیز بدلون په برخه کي د خپلو هڅو له امله د ۲۰۲۶ کال د ډایانا نړۍوالي جایزې ګټونکی اعلان سوی دئ.
۲۲ کلن ارغندیوال په ۲۰۱۹ کال کي د مفکر نسل په نوم بنسټ جوړ کړی او له هغه راهیسې ئې ځوانانو ته د زده‌کړو، تحصیلي بورسونو او د رهبرۍ او ټکنالوژۍ د مهارتونو د پراختیا په برخه کي فعالیتونه کړي دي.
د ډایانا جایزې د ادارې د معلوماتو له مخي، سږ کال د ارغندیوال په ګډون پنځو افغان ځوانانو دغه نړۍواله جایزه ترلاسه کړې ده.

په ۲۰۲۶ کال کي له ۴۴ هیوادونو څخه ټولټال ۱۹۸ ځوانان د دغي جایزې ګټونکي اعلان سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *