د خوست ولایت په مرکز کي د ځمکي پر سر د رامنځته سوي شخړي له امله یو ۲۹ کلن ځوان وژل سوی، پلار او ورور ئې ټپیان سوي دي.
ځايي سرچینې وايي، دغه پېښه د پنج شنبې په ماښام د متون سیمي په کوریانو کلي کي رامنځ ته سوې ده.
د سرچینو په وینا، په دې شخړه کي فیضالله نومی ځوان وژل سوی، پلار او ورور ئې ټپیان سوي دي.
تر اوسه ط..البانو د يادي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.