امریکايي رسنيو راپور ورکړی، چي د امریکا د کلیفورنیا په ایالت کي د امريکا د هوايي ځواک د B-52 بم غورځونکي الوتکي د لوېدو په پېښه کي د يادي الوتکي ۸ تنه حمله وژل سوې ده.
په راپور کي ويل سوي، چي ياده پوځي الوتکه د اډوارډز هوايي اډې څخه تر پورته کېدو لږ وروسته د موهاوي دښتي په سیمه کي لوېدلې ده.
ویل کېږي چي په الوتکه کي پوځي غړي، ځیني دولتي کارکوونکي او د بوینګ شرکت تخنیکي متخصصین سپاره وو.
چارواکي وايي، الوتکي د نوي راداري ټکنالوژۍ د ازمویني ماموریت ترسره کوی.