په کندهار ښار کي په دواړو پښو فلج ځوان د خوراکي توکو ساپه په غاړه ګرځوي او د دې لاري د خپل کورنۍ له پاره يوه ګوله ډوډۍ

په کندهار ښار کي په دواړو پښو فلج ځوان د خوراکي توکو ساپه په غاړه ګرځوي او د دې لاري د خپل کورنۍ له پاره يوه ګوله ډوډۍ پيدا کوي.
د ياد ځوان ويډيو په ټولنيزو رسنيو کي نشر سوې او د ټولنيزو رسنيو کارونکو ورباندي ليکلي، چي ط..البان باید ياد کس ته د معلوليت معاش ورکړي او لاسنیوی ئې وکړي.
هغوی وايي چي دغه ډول معلول کسان پر دولت حق لري، چي بايد مرسته ئې وسي.