امریکا او پاکستان په واشنګټن کي د ترهګرۍ ضد څلورمه ستراتیژیکه غونډه ترسره کړې او د داع.ش خراسان، القاعده، تحریک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوڅانو د ازادۍ پوځ پر وړاندي ئې د ګډو هڅو د دوام ژمنه کړې ده.
د غونډي په پای کي دواړو لورو د ترهګرو ډلو پر ضد د اطلاعاتو د شریکولو، امنیتي همغږۍ او ګډي همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي ئې دي چي د سیمي امنیت د دواړو هیوادونو له پاره مهم لومړیتوب دئ.
دغه ګډ دریځ په داسي حال کي اعلانېږي، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسایلو پر سر اړیکي لا هم له ستونزو او ننګونو سره مخ دي او اسلاماباد په وار وار د سرحدي امنیت او وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندي کړي دي.