رویټرز خبري اژانس د پنځو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چي ایران د خلیج فارس یو شمېر هیوادونو ته خبرداری ورکړی، که متحده ایالات پر ایران نوی پوځي برید ترسره کړي، تهران به د سیمي د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.
د راپور له مخي، ایران دغه پیغام د سیمي هیوادونو ته د احتمالي پوځي کړکېچ د پراخېدو په تړاو رسولی او ټینګار ئې کړی، چي د هر ډول نوي برید په صورت کي به ئې جواب یوازي د ایران تر پولو محدود نه وي.