د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چي د بدخشان ولايت په زيباک ولسوالۍ کي ئې د ط.. البانو سره څلور ساعته جګړه کړې ده.
د يادي جبهې په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه جګړه کي ئې ۵ ط..البان وژلي او يو ۱۱ نور ئې ټپيان کړي دي.
په ورته وخت کي دغي جبهې د کندز ولايت پر هوايي ډګر د راکټي بريدونو خبر هم ورکړی؛ خو د تلفاتو په اړه ئې څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تر اوسه پوري د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغو ادعاو په اړه په څه نه دي ويلي.