امریکا متحده ایالاتو سوریه له هغه رسمي نوملړ څخه ايستلې چي د ترهګرۍ ملاتړي هیوادونه په کښي شامل دي

امریکا متحده ایالاتو سوریه له هغه رسمي نوملړ څخه ايستلې چي د ترهګرۍ ملاتړي هیوادونه په کښي شامل دي.
دغه پرېکړه د سوریې له پاره د نړۍوالو اقتصادي اړیکو او بهرنۍ پانګوني د پراختیا په برخه کي مهم بدلون بلل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن دغه پرېکړه د سوریې د نوي حکومت د هغو اقداماتو او ژمنو له امله کړې، چي موخه ئې له نړۍوال ترهګرۍ سره د تړاو لرونکو فعالیتونو څخه د واټن ساتل دي.

د راپورونو له مخي، د سوریې له نوملړه د ایستلو پرېکړه د امریکا د کانګرېس له ۴۵ ورځنۍ بیاکتني وروسته سوې ده.
سوریه له ۱۹۷۹ کال راهیسي د امریکا د ترهګرۍ د ملاتړو هیوادونو په نوملړ کي وه؛ خو اوس د دغه هیواد د نړۍوال مالي نظام سره د اړیکو د پراخېدو او د پانګوني د جلبولو له پاره نوی فرصت رامنځته سوی دئ.