د زابل د ط..البانو د امنيې قومندانۍ وياند ذبيح الله جوهر څراغ تلوېزيون ته ويلي

د زابل د ط..البانو د امنيې قومندانۍ وياند ذبيح الله جوهر څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره شپه د زابل ولايت په جلدک سيمه کي د کندهار- کابل پر لويه لاره يو ۵۸۰ مسافر وړونکی بس د ټېلر سره ټکر سوی.
د هغه په خبره چي په ياده پېښه کي ۷ مسافر ټپيان سوي دي.
هغه وايي چي ټپيان د درملني په موخه د زابل ولايتي روغتون ته انتقال سوي او د دوو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ دئ.