د طالبانو ویاند ذبیحالله م.جاهد د سې شنبې په ورځ ويلي، چي د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت الله د حکم له مخي د ط..البانو په یو شمېر دولتي ادارو او ولایتونو کي نوي کسان پر دندو ګومارل سوي دي.
د دغه حکم په اساس د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري مرستیال رحمتالله نجیب د بدخشان والي او د سرپل پخوانی والي احمدشاه دیندوست د بدخشان د امنیه قوماندان په توګه ټاکل سوي دي.
همداراز، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتني او مراقبت پخوانی مرستیال عبدالجبار معاون د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال او د بدخشان پخوانی والي محمداسماعیل غزنوي د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتني او مراقبت د مرستیال په توګه ګومارل سوي دي.
په دغو بدلونونو کي د لغمان پخوانی والي بختیار معاذ د سرپل والي او د بدخشان پخوانی امنیه قوماندان عبدالبصیر مظهري د کندهار د ټولګټو د رئیس په توګه ټاکل سوي دي.