د افغانستان د ازادۍ جبهې د اسد مياشتي راپور خپور کړی. دغي جبهې په راپور کي ويلي چي د تېري اسد مياشتي په جريان کي ئې په بېلابېلو ولايتونو کي ۲۵ بريدونه ترسره کړي دي، چي له امله ئې ۱۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
په دغه راپور کي ويل سوي، چي په يادو بريدونو کي ۵۷ ط..البان وژل سوي او ۸۷ نور ټپيان سوي.
د ازادۍ جبهې دغه راز ويلي، چي ياد بريدونه ئې په بدخشان، بغلان، کندز، کابل، ننګرهار، فاریاب، نورستان او پنجشېر ولایتونو کي ترسره کړي دي.
ط..البانو تر اوسه د افغانستان د ازادۍ د جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.