انډيپنډينټ رسنۍ د منځګړو هيوادونو د سرچینو په حواله ويلي، چي د امریکا او ایران د استازو ترمنځ وروستۍ خبري چي د یکشنبې په شپه په سویس کي ترسره سوې، په مثبته فضا کي پای ته رسېدلي او ټاکل سوې، چي د دواړو لورو تخنیکي پلاوي په راتلونکو ورځو کي خپلي ناستي جاري وساتي.
د معلوماتو له مخي، دا پرمختګ پر داسي مهال رامنځته سوی، چي د ایران ځینو دولتي رسنیو مخکي راپور ورکړی و، چي د امریکا د ولسمشر د خبرداریو له امله د خبرو بهیر له خنډ سره مخ سوی دئ؛ خو وروسته څرګنده سوه چي د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماټیک تماسونه نه دي درېدلي او د تفاهم د رامنځته کېدو له پاره هڅي رواني دي.
تر اوسه د مذاکراتو د احتمالي پایلو او یا هم د راتلونکو پریکړو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره سوي، خو سرچینې وایي چي دواړه لوري د خبرو د دوام له اره لېوالتیا ښيي.