د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د لومړني او یوازیني ستورمزلي عبدالاحد مومند پر مړینه ژوره خواشیني

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د لومړني او یوازیني ستورمزلي عبدالاحد مومند پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې او هغه ئې د افغانستان د ویاړلو او مهمو څېرو څخه بللی دئ.
هغه ویلي چي د مومند ناڅاپي مړیني سخت خواشینی کړی او نوموړي د خپل فضایي سفر له لاري افغانستان نړۍ ته ور وپېژاند.
د هغه په وینا، عبدالاحد مومند د سیوز فضایي بېړۍ او میر فضایي تمځای کي د افغانستان نوم له ملي ارزښتونو او اسلامي هویت سره یو ځای نړۍوالو ته وړاندي کړی و.

پخواني ولسمشر زیاته کړې چي د مومند نهه ورځنی فضایي ماموریت هغه مهال افغانانو ته د کورنیو جګړو له ترخو حالاتو د لنډ مهال له پاره د ویاړ او خوښۍ احساس ورکړی و.
اشرف غني عبدالاحد مومند ته د مغفرت دعا کړې او د هغه له کورنۍ سره ئې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.