ان بي سي نيوز په تازه راپور کي ویلي، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يوه خصوصي مجلس پرمهال په ایران کي د امریکایي ځواکونو د ځای پر ځای کولو احتمال ته جدي علاقه څرګنده کړې ده.
د يادي رسنيو په حواله، ټرمپ دا اندېښنه له خپلو ځینو سلاکارانو او څو تنه نورو جمهوريپال شخصیتونو سره، چي د سپیني ماڼۍ غړي نه دي، د ایران له جګړې وروسته د وضعیت د مدیریت په چوکاټ کي شریکه کړې ده.
ټرمپ ويلي چي باید د ایران د یورانیمو د زېرمو امنیت تضمین سي او له احتمالي نوي نظام سره د امریکا او ایران ترمنځ د تېلو تولید په برخه کي داسي همکاري رامنځ ته سي چي د واشنګټن او وینزوئلا اړیکو ته ورته وي.
يادي رسنۍ ويلي چي تر اوسه پخپله ټرمپ د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو په اړه رسماً کومه پرېکړه یا امر نه دئ صادر کړی.
بلخوا بیا د سپیني ماڼۍ ویاندي، کارولین لیویت، دغه راپور رد کړی او په خپل بیان کي ئې ویلي، چي دا راپور د داسي سرچینو پر اټکلونو ولاړ دئ چي نه د ولسمشر د ملي امنیت ټیم غړي دي او نه هم له دغو خبرو خبر دي. هغې ويلي د اوس له پاره په رسمي ډول داسي پرېکړه نه ده سوې.