د ايران دولت ويلي، چي د هرمزګان ساحل ته نژدې ئې د اسرائیلو د پوځ هرمیس-۹۰۰ بې پيلوټه الوتکه ئې په نښه کړې او ويشتلې ده.
په ورته وخت کي بيا اسرائیلو ويلي، چي په ايران کي ئې د خپلو بريدونو نوې څپه پيل کړې ده او د ايران په بېلابېلو سيمو کي ئې د جيټ الوتکو بريدونه پيل کړي. د هغوی په خبره چي په دغه عملياتو کي د ۸۰ څخه زیاتو جنګي جيټ الوتکو برخه اخيستې ده.