اکسويس امريکايي رسنۍ راپور ورکړی، چي د ايران دولت د هرمز تنګي په اوبو کي نور سمندري ماینونه ځای پر ځای کړي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي دا اقدام په داسي حال کي ترسره کېږي، چي په سيمه کي امنيتي اندېښنې زياتي سوي دي او د نړۍوال سمندري تګ راتګ پر خوندیتوب ئې منفي اغېز کړی.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي، چي د نړۍوالي سوداګرۍ او د تېلو د لېږد له پاره ورڅخه استفاده کېږي.
بايد وويل سي چي د دغي موضوع په اړه تر اوسه پوري د ايران دولت په رسمي ډول څه نه دي ويلي.