په کندهار کي یو شمېر ناروغان او د هغوی خپلوان شکایت کوي

په کندهار کي یو شمېر ناروغان او د هغوی خپلوان شکایت کوي، چي په ميرويس حوزوي روغتون کي د درملو نشتوالی او د لابراتواري معایناتو له پاره بهرنیو مرکزونو ته استول، پر خلګو اقتصادي فشار زیات کړی دئ.
د شکایت کوونکو په وینا، ډاکټران ناروغانو ته درمل په ساده نسخو کي لیکي او هغوی اړ کېږي چي له شخصي درملتونونو څخه درمل واخلي، خو د درملو بیې له یوه ځایه تر بل ځایه توپیر لري او ځیني وختونه لوړي وي.
هغوی همداراز ادعا کوي، چي د ميرويس حوزوي روغتون د ډاکټرانو له خوا ناروغان د معایناتو له پاره ځانګړو لابراتوارونو ته راجع کېږي، چي دا کار د شفافیت او د خدمتونو د تنظیم په اړه پوښتني راپورته کړي دي.

د ناروغانو په وینا، د ښار په بېلابېلو درملتونونو کي د درملو د بیو ترمنځ څرګند توپیر سته، چي دا موضوع د بازار د نه منظم حالت ښکارندویي کوي.
تر اوسه د کندهار ولايت د عامي روغتیا رياست مسؤلینو په دې اړه رسمي غبرګون نه دئ ښودلی؛ خو خلګ له اړوندو ادارو غواړي چي د درملو بیې کنټرول او د روغتیايي خدمتونو د اسانتیا له پاره لازم اقدامات وکړي.