ایا د ایران انقلاب د امریکا په خوښه راغلی و؟
یوه زمانه وه چي د ایران شاه محمد رضا شاه پهلوي د امریکا د سترګو تور بلل کېده. امریکا هغه د سیمي د خپلو ګټو ساتونکی ګاڼه، خو وخت واوښت. د شاه پر ضد پاڅونونه راپورته سول، له واکه ولوېد او له هېواده ووت، خو هماغه امریکا چي دی یې ډېر نږدې ملګری و، پناه یې ورنه کړه.
کله چي د شاه پر ضد مظاهرې کېدې او حکومت زور کاراوه، امریکا به یې غندنه کوله. دې کار د شاه واک کمزوری کړ، ځکه دا تاثر پیدا سو چي امریکا نور ورسره ولاړه نه ده. شاه غوښتل چي امریکا پر فرانسه فشار واچوي تر څو امام خمیني هلته خپل سیاسي فعالیتونه بند کړي، خو امریکا دا کار ونه کړ.
برعکس، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر شاه فشار زیات کړ چي سیاسي بندیان خوشې کړي، پر مطبوعاتو بندیزونه نرم کړي او د ساواک رول محدود کړي. شاه غوښتل انقلاب په سختو ګامونو وځپي، خو د کارټر اداره دا خبره کوله چي ولسي تحریکونه په زور نه سي درول کېدای.
په اصل کي د امریکا او شاه تر منځ تریخوالی په ۱۹۷۳ کال کي د تېلو د بیو له لوړوالي سره پیل سو. امریکايي اقتصاد له رکود سره مخ و، خلګ له ګرانیو ستړي ول، خو شاه چي په اوپېک کي مهم رول درلود، ویل یې: «موږ ولي ارزانه تېل وپلورو او خپله شتمني لوېدیځ ته ولېږدو؟»
واشنګټن دې نتیجې ته ورسېد چي شاه د امریکايي ګټو خلاف روان دی، خو شاه غوښتل چي د تېلو د بیو ګټه ایران ته ورسي. د تېلو د بیو تر لوړوالي وروسته ایران په بېساري ډول وده وکړه.
کله چي ایران د شاه په وروستیو شپږو کلونو کي ټول شاته پرېښودل
سياېیاې په ۱۹۷۴ کال کي په یوه پټه کیبل کي، چي په ۲۰۰۵ کي بربنډه سوه، لیکلي ول:
«ایران د نړۍ تر ټولو په چټکۍ پرمختګ کوونکی اقتصاد دی. په تېرو لسو کلونو کي یې ټول هېوادونه شاته پرې ایښي دي. د تېلو وروستي لوړ قیمتونه دا پرمختګ نور هم تېز کړی دی. په ۱۹۷۳ کي اقتصادي وده ۳۳ سلنه وه او په بل کال کي به ۴۰ سلنې ته ورسي.»
په کیبل کي دا هم راغلي ول چي د ایران ملي تولید ۴۰ اربه ډالره دی، چي د منځني ختیځ د اسرائیل او مصر په پرتله څلور چنده زیات دی. د ۱۹۷۳–۷۷ پنځه کلن پرمختیايي پلان بودجه له ۲۳ اربه څخه ۴۵ اربه ډالرو ته لوړېږي. د فولادو لویه فابریکه، نوې تصفیېخانې او پېټروکیمیاوي کارخانې جوړېږي.
په همدې اسنادو کي راغلي ول چي د مسو کانونه استخراجېږي، د اټومي برېښنا بټیو فرمایشونه ورکړل سوي، او شاه به یوازي د تېلو له درکه هر کال شاوخوا ۲۰ اربه ډالره عاید ولري. د شاه د پالیسۍ او اقتصادي ودې له امله بهرني پانګهوال په ډېر شمېر ایران ته راتلل.
ایران د یوه راټوکېدلي نړیوال بانکدار په توګه یاد سوی و. شاه په بهرنیو کاروبارونو کي اته اربه ډالره پانګونه کړې وه. فرانس او برتانیې ته یې د اربونو ډالرو پورونه ورکړي ول. په لوېدیځه جرمني کي یې د فولادو پر فابریکه درنه پانګونه کړې وه. د هند د پور حد یې لوړ کړی و. مصر، سوریې او د افریقا یو شمېر وړو هېوادونو ته پورونه ورکول کېدل، چي له امله یې د ایران سوداګریزه منډه پراخېدله.
ایران د فارس په خلیج او بحر هند کي د خپل پوځي نفوذ د پراخولو لپاره د ۱۹۶۷–۷۳ تر منځ شاوخوا اته اربه ډالره وسله واخیسته، چي دا د منځني ختیځ تر ټولو لوړ پوځي لګښتونه ول. په دې کي ۶۰۰ میلیونه ډالره ارزښتي ایف–۱۴ الوتکې هم شاملي وې، چي د فینکس توغندیو سره سمبال وې.
په کیبل کي دا هم ویل سوي ول چي شاه له فرانسې، برتانیې، ایټالیا او لوېدیځ جرمني څخه هم پرمختللې وسلې اخلي. یو شمېر لوېدیځ اروپايي هېوادونه په ایران کي د وسلو فابریکې جوړولو کي له امریکا سره سیالي کوي. روس هغه وخت ایران ته درېیم لوی وسلې پلورونکی و، خو وروسته یې رول یوازي د ځمکني پوځ تر وسلو محدود سو.
خو په همدې اسنادو کي دا خبرداری هم ورکړل سوی و چي د پیسو زیاتوالي په ایران کي ګراني پیدا کړې ده. په ۱۹۷۲ کي ګراني شپږ سلنه وه، خو د ۱۹۷۴ تر لومړۍ ربعي پوري ۱۶ سلنې ته وخته. د شتمنۍ نابرابري لوړې کچې ته رسېدلې وه؛ د ایران شتمنو ۲۰ سلنه خلګو د هېواد نیمه شتمني درلوده، خو تر ټولو بېوزله ۲۰ سلنه خلګو ته یوازي پنځه سلنه شتمني رسېدله.
نامتو بیوروکراټ او لیکوال مختار مسعود په ۱۹۷۸ کال کي د څلورو کلونو لپاره د آر سي ډي د سرمنشي په توګه تهران ته ولېږل سو. هماغه وخت د شاه پر ضد تحریک پیل سوی و. مختار مسعود د دغو ورځو حال په خپل کتاب «لوح ایام» کي لیکلی دی.
په دې کتاب کي
افضل په دې باور و چي د ایران انقلاب د امریکا په رضا شروع سو، ځکه د شاه اطاعت کمېده. د نړیوال تېل سیاست دا غوښتنه کوله چي اوپېک کمزوری سي. ایران اقتصادي وده کوله او دا خطر موجود و چي له تابع حالت څخه ځانبسیایني ته ورسي.
افضل زیاتوي: «په کوم هېواد کي چي د یوې مرغۍ د ویشتلو لپاره هم امریکايي اجازه پکار وي، هلته څنګه امکان لري چي خلګ میاشتي میاشتي په کوڅو کي انقلاب وکړي او د امریکا د نیکو هیلو سیوری پر سر ونه لري؟»
نن یو ځل بیا په ایران کي ولسي مظاهرې رواني دي. هغه وخت دا د شاه پر ضد وې، نن د هغه نظام پر ضد دي چي له ۴۵ کلونو راهیسي واکمن دی. هغه وخت هم د امریکا رول ټاکونکی و، نن هم د نړۍ سترګي امریکا ته دي.
د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب وروسته او پر ایران د اقتصادي بندیزونو له امله، ایراني اقتصاد ته په اربونو ډالره تاوان اوښتی دی. د دې یو څرګند مثال د ایراني ریال بېساري سقوط دی، چي تر اوسه د ډالر په وړاندي شاوخوا ۲۰ زره سلنه راولوېدلی دی.
نن د یوه امریکايي ډالر په بدل کي نږدې ۱۱ لکه ایراني ریال ورکول کېږي. ایراني اقتصاد نړېدلی، خو پوښتنه دا ده چي امریکا به وکولای سي اوسنی حکومت هم ړنګ کړي که نه؟ ځکه امریکا ته ارزانه تېل پکار دي، او د «رجیم چینج» خبره ورته لویه مسئله نه ده.