د افغان مېرمنو د دفاع په نوم بنسټ، چي د آریانا سعید تر مشري لاندي فعالیت کوي، اعلان کړی چي د افغانستان د ښځو ستونزي ئې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته رسولي، خو هغه قانع کوونکی جواب نه دئ ورکړی.
دغه سازمان ويلي، چي د افغان مېرمنو د اړتياوو او ستونزو په اړه ئې ليک د تېر کال په ډيسمبر مياشت کي لېږلی و، اوس ئې جواب تر لاسه کړی، خو جواب ئې د افغان مېرمنو په حق کي د قناعت وړ نه دئ.
دغه سازمان وايي چي سپیني ماڼۍ د ليک په جواب کي یوازي د خپلو بهرنیو سیاستونو پر لومړیتوبونو تمرکز کړی او د افغان ښځو وضعیت ته ئې پام نه دئ کړی.
دفاع بنسټ ټینګار کوي، چي په افغانستان کي د ښځو پر وړاندي روان وضعیت یوازي د دغه هیواد نه، بلکي د ټولي نړۍ له پاره د انديښنې وړ دئ. یاد بنسټ وایي، خپلو هڅو ته به دوام ورکړي څو د امریکا د کانګرس او رسنیو په همکارۍ د افغانستان د ښځو ږغ نړۍوالو ته ورسوي.
آریانا سعید د ۲۰۲۳ کال راهیسي دا بنسټ د افغان ښځو د ملاتړ له پاره جوړ کړی دئ.