ایران د امریکايي اور توپان وزغمه او د اوږدې جګړې احتمال زیات سو

ایران د امریکايي اور توپان وزغمه او د اوږدې جګړې احتمال زیات سو
سرچینه:
آسیا ټایمز

د ډونالډ ټرمپ حکومت پر ایران بريد وکړ او تمه يې لرله چي دا به يو لنډ او قاطع پوځي عمليات وي، لکه د امريکا ځيني پخواني بريدونه. خو د جګړې له پيل څخه اووه ورځي وروسته ښکاري چي جګړه پراخه سوې او د انساني تلفاتو، اقتصادي زيانونو او سيمه‌ييز بې‌ثباتۍ کچه لوړه سوې ده.
هغه څه چي متحده ایالات د محدود خو پياوړي پوځي ځواک د کارولو په توګه اټکل کړي ول، اوس په يوه پراخه جګړه بدله سوې ده چي د نړيوالو انرژۍ بازارونو، سيمه‌ييز ثبات او اوږدمهاله جيوپوليټيکي توازن ته ګواښ پېښوي.
کله چي د متحده ایالات او اسرائیل ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ايران بريد وکړ، اعلان وسو چي د ايران ستر مشر علي خامنه‌ای وژل سوی او د ايران د قوماندې مهم مرکزونه او پوځي بنسټونه بمبار سوي دي. دا عمليات د عراق جګړه ۲۰۰۳ وروسته د امريکا تر ټولو لوی ګډ پوځي عمليات بلل سوي دي.

خو د ايران غبرګون د ډېرو وړاندوينو خلاف و. ايران نه نسکور سو او نه هم ټوټې ټوټې سو؛ بلکی د بالستيک توغنديو، ډرونونو او سيمه‌ييزو متحدينو له لاري يې پراخ ځواب ورکړ. د ايران استازي په ملګرو ملتونو سازمان کي ويلي چي تر اوسه لږ تر لږه ۱۳۳۲ ملکي وګړي وژل سوي او زرګونه نور ټپيان سوي دي.
د ايران پوځي جوړښت نسبتاً غيرمتمرکز او مقاوم بلل کېږي. د سپاه پاسداران او متحدو ډلو لا هم د امريکا پر اډو او د هغې د متحدينو پر تاسيساتو بريدونه روان ساتلي دي. همدارنګه د لبنان حزب الله هم له اسرائیل سره خپل جګړه ييز فعاليتونه پراخ کړي دي.
اقتصادي او د انرژۍ اغېزې هم خورا لويي دي. د تنگه هرمز چي د نړۍ شاوخوا شل سلنه نفت ترې تېرېږي، نږدې د سوداګريزو بېړيو لپاره تړل سوې ده. د نفتو جريان تر نږدې ۹۰ سلنه کم سوی او ډېری ټانکرونه ولاړ دي، ځکه بيمه شرکتونو د جګړې د خطر پوښښ بند کړی دی.

دې حالت د نړيوالو انرژۍ بيو ته چټک لوړوالی ورکړی دی. د پانګونې لوی بانک ګولډمن ساکس خبرداری ورکړی چي که دا اختلال دوام وکړي، د برېنټ نفت بيه ښايي تر ۱۰۰ ډالرو في بيرل واوړي. اوس مهال بيې د ۸۰ تر ۹۰ ډالرو تر منځ رسېدلي دي.
د دې بحران اغېزې يوازي د انرژۍ تر بازار نه محدودېږي. په متحده ایالات کي د ونډو بازار لکه Dow Jones Industrial Average هم کښته سوی، ځکه پانګه‌وال د اوږدې جګړې او تورم له خطره اندېښمن دي.
اقتصادي اټکلونه ښيي چي که حتی د هرمز نيمه تړل کېدل هم دوام وکړي، نړيوال نفت به کم سي او ښايي د برېنټ نفت بيه تر ۱۳۰ ډالرو في بيرل ورسېږي. دا به د ترانسپورټ، توليد او خوړو بيې په ټوله نړۍ کي لوړي کړي او په ځانګړي ډول به د اروپا او اسيا پر انرژۍ واردوونکو اقتصادونو فشار زيات کړي.

په سياسي ډګر کي هم ستونزي زياتي سوي دي. د خليج ځينو عربي هېوادونو د ايران بريدونه غندلي، خو هغوی هم وېره لري چي مستقيم جګړې ته داخل نه سي. ايران اعلان کړی چي که نور تحريک نه سي، نو بريدونه به ودروي.
له بلي خوا روسیه هم په غيرمستقيم ډول ښکېله بلل کېږي او راپورونه وايي چي ايران ته يې د امريکا د پوځي ځايونو په اړه معلومات ورکړي دي.
په امريکا کي دننه هم د جګړې ملاتړ کم سوی دی. لومړنۍ سروې ښيي چي ډېری امريکايان د جګړې دوام نه غواړي او سياسي فشارونه زيات سوي دي.

په پای کي ليکوال وايي چي دا جګړه د لنډې بريا پر ځای په يوه اوږده او څو اړخيز بحران بدلېږي: زيات تلفات، د انرژۍ بازار ګډوډي، اقتصادي بې‌ثباتي او د نړيوالو سياسي اختلافونو زياتوالی.
دا حالت ښيي چي يوازي پوځي ځواک د داسې پېچلو جيوپوليټيکي ستونزو حل نه سي کولای، ځکه د نن نړۍ تړلي اقتصادي او سياسي نظامونه د جګړې لګښتونه څو چنده زيات کړي دي.