د مارچ اتمه د ښځو نړۍواله ورځ ده، خو دا ورځ د پنځو کلنو راهيسي په افغانستان کي په داسي حال کي راځي، چي ګڼ شمېر افغان نجوني او مېرمني لا هم د زده کړو د لوی نعمت څخه بې برخي دي.
د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل سوي او پوهنتونونو ته هم د ښځو تګ بند سوی دئ.
د دې پرېکړو له امله زرګونه نجوني له زده کړو پاته سوي دي.
د ښځو د حقونو فعالان او نړۍوال بنسټونه وايي، تعلیم د ښځو اساسي حق دئ او باید د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانېستل سي.
د دوی په وینا، د ښځو تعلیم نه یوازي د هغوی د راتلونکی له پاره مهم دئ، بلکي د ټولني د پرمختګ له پاره هم حیاتي ارزښت لري.
افغان نجونو د څراغ تلوېزيون سره د مرکې پر مهال د ط.. البانو غوښتي، چي افغان نجونو ته د الله د لوري ورکول سوی حق ورکړی او د ښوونځيو او پوهنتونونو بندي دروازې دي خلاصي کړي.