«ایران» د ۲۰۲۵ کال په ګوګل کي دوهم ډېر لټول سوی نوم دئ چي په ۲۰۲۵ کال کي خلګو پلټلی

«ایران» د ۲۰۲۵ کال په ګوګل کي دوهم ډېر لټول سوی نوم دئ چي په ۲۰۲۵ کال کي خلګو پلټلی دئ. د «زهران ممداني» نوم هم د کال د لسو ډېرو لټول سويو کلمو په لېست کي شامل دی. هغه په نیویارک کي لومړنی مسلمان ښاروال دی.
د ګوګل شرکت د خپل کلني عادت مطابق د روان میلادي کال لټول سوي تمایلونه اعلان کړي دي. د خپاره سوي جدول له مخه په همدې کال کي تر ټولو ډېره لټول سوې کلمه «چارلي کرک» او دوهمه «ایران» وه.
د ګوګل د معلوماتو له مخه د ایران په اړه تر ټولو ډېر لټون د جون له ۸مي څخه تر ۱۴مي نېټې پوري سوی دئ؛ یعني لږه موده مخکي له هغه پړاو څخه چي د اسرائیل او ایران ترمنځ جګړه پیل سوه، او په ځانګړي ډول یوه ورځ وروسته تر بریدونو.

د دې ۱۲ ورځني جګړې پر مهال د ایراني چارواکو د ادعا له مخه یو شمېر کسان وژل سوي، چي د امنیتي او پوځې چارواکو یو شمېر مشران هم پکښي شامل وو.
د جګړې په وروستیو ورځو کي د امریکا پوځ د ایران پر درې اټومي ځایونو ـ فردو، نتنز او اصفهان ـ برید وکړ، او درې ورځي وروسته ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چي د ایران او اسرائیل ترمنځ اوربند سوی.
«چارلي کرک» څوک دئ؟

«چارلي کرک» چي د ۲۰۲۵ کال لومړی ډېر لټول سوی نوم و، د امریکا یو ښي لوري سیاسي فعال و چي د سپتمبر په ۱۰مه د یوټا په یوه پوهنتون کي د پوښتنو او ځوابونو په غونډه کي په ډزو ووژل سو. د هغه په اړه تر ټولو ډېر لټون د سپتمبر له ۷مي تر ۱۳مي ترسره سوی.
کرک د امریکا د ښي اړخ یو مهم نفوذ لرونکې څېره وه، د «MAGA» غورځنګ مخکښ ملاتړی و او د ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کي یې مهم رول درلود. هغه د اولسمشر مرستیال جي. ډي. ونس او د ټرمپ د زوی ډونالد ټرمپ جونیور له نږدې ملګرو شمېرل کېده.
تر پېښې وروسته ترسره سوې نظرپوښتنې ښيي چي ډېری امریکایان فکر کوي سیاسي تاوتریخوالی زیات سوی او د امریکا د ځوانانو یوه لویه برخه ترې اندېښنه لري.

«شات‌داون» او «ممداني» نور ډېر لټول سوي نومونه
درېیم ډېر لټول سوی نوم «government shutdown» و، یعني د امریکا د حکومت موقتي بندېدل. دا تر ټولو اوږده دولتي تعطیلي وه چي د کانګرس او سپیني ماڼۍ ترمنځ د بودجې او روغتیايي مرستو پر سر د اختلاف له امله رامنځته سوه او ۴۳ ورځي یې دوام وکړ.
په لېست کي اتم ځای «زهران ممداني» خپل کړی. هغه د نیویارک ښاروال سو او په تاریخ کي لومړنی مسلمان ښاروال دی.